د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په لاندې څانګو کې د ١٤٤٥ هـ.ق کال لپاره د دوکتور، ماسټر او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:

keu_admin
Mon, Jul 01 2024 3:04 PM
4547

Publish Date

بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځی:
١- د ورزشي مدیریت څانګې، (١) بست، درېیم ځل، نارینه، تحصیلي کچه: دوکتور، ماسټر او لېسانس.
د نوم لیکلو نېټه:١٢/٢٠/١٤٤٥ څخه تر ٣٠/١٢/١٤٤٥ ه.ق نېټې پورې.
٢- د ورزشي روزونکي څانګې، (١) بست، دویم ځل، نارینه، تحصیلي کچه: دوکتور او ماسټر.
د نوم لیکلو نېټه:١٢/٢٠/١٤٤٥ څخه تر ٣٠/١٢/١٤٤٥ ه.ق نېټې پورې.
تربیتي او مسلکي علومو پوهنځی:
1- له ښوونځي څخه مخکې د ښوونې او روزنې څانګې، (١) بست، اول ځل، نارینه، تحصیلي کچه: دوکتور او ماسټر.
د نوم لیکلو نېټه:٢٠/١٢/١٤٤٥ څخه تر ٢٠/١/١٤٤٦ ه.ق نېټې پورې
طبیعي علومو پوهنځی:
1- د بیولوژي څانګې، (١) بست، دویم ځل، نارینه، تحصیلي کچه: دوکتور او ماسټر.
د نوم لیکلو نېټه:٢٠/١٢/١٤٤٥ څخه تر ٣٠/١٢/١٤٤٥ ه.ق نېټې پورې.
داوطلبان کولای شي، چې د تعین شوې نېټې په جریان کې د همدې علمي کادري بستونو لپاره خپلې ګډون پاڼې له خپل اصل ترانسکرېپټ د یاد پوهنتون له ویب پاڼې څخه د همدې اعلان کاپي او خپلې پېژندپاڼې کاپي سره د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو همغږۍ څانګې ته وسپاري.