د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د یاد پوهنتون له کادرونو سره چې دوکتورا برنامې یې د هېواد داخل او بهر کې بشپرې کړي، لیدنه وکړه!

keu_admin
Tue, Nov 07 2023 11:05 AM
45555

یکشنبې ورځ د 7/8/1402 هـ.ش چې له 13/4/1445 هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د پوهنتون هغه استادانو سره چې دوکتورا برنامې یې په بریالیتوب سره پای ته رسولي، لیدنه کړه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال او استادانو ګډون درلود.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې وویل چې یاده غونډه د پوهنتون ارتقا لوړوالي په پار نیول شوې.

د غونډې په جریان کې په لاندې موضوګانو بحث او خبرې وشوې.

-هغه استادان چې له هېواد بهر تللي، بېرته راستنېدلو او خپلو دندو ته ادامه ورکولو.

- د پوهنتون په تشکیل کې د نویو پوهنځیو او دیپارټمنټونو رامنځته کول، ترڅو د ډېرو محصلینو د جذب زمینه برابره شي.

- د پوهنتون پرمختګ او عصري کولو لپاره د زېربنایي طرحو را منځته کول او د استادانو او کارمندانو د ارتقا لوړوالي لپاره د کنفرانسونو دایرېدو په هکله بحث او خبرې وشوې، چې د استادانو د نظریو اورېدلو وروسته د یادو مسایلو اړوند د عملي کولو هوکړه وشوه.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS