د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د یاد پوهنتون له محصلینو سره لیدنه وکړه!

keu_admin
Tue, Sep 19 2023 4:19 PM
7777

شنبې ورځ د 25/6/1402 هـ.ش چې له 30/2/1445 هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د ژبو او ادبیاتو او طبیعي علومو پوهنځیو له محصلینو سره لیدنه کړه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، محصلانو چارو او دعوت او ارشاد څانګو آمرینو او د یادو پوهنځیو استادانو او محصلینو ګډون درلود.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې وویل: چې یاده غونډه محصلین خپلو مسؤولیتونو ته د متوجه کولو په پار نیول شوې .

زیاته یې کړه: ګرانو محصلینو تاسو د هېواد راتلونکې او سرمایه یاست، خپلو مسؤولیتونو ته متوجه شئ د پوهنتون اصول او قوانینو ته په کتو خپل درسونه پر مخ یوسئ او د خپلو استادانو احترام وکړئ.

ښاغلي “هاشمي” د یادو پوهنځیو محصلینو ته د احترام، صداقت، ایماندارۍ، اخلاص، اخلاقو او ريښتینولۍ په برخو کې اړینې سپارښتنې وکړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS