د کابل د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د خلاقیت او نوښت ناسته ترسره شوه

keu_admin
Sun, Apr 10 2022 2:29 PM
455

د دغه پوهنتون د خلاقیت او نوښت څانګې چې اصلي موخه یې د پوهنتون په کچه د لا زیاتو ابتکاراتو او نوښتګرو فعالیتونو د هڅولو په موخه د نوښتونو پیژندل دي، د ۱۴۴۳ کال د شنبې په ورځ د رمضان په ۸مه نېټه د خلاقیت او نوښت کمیټې خپله دوېیمه ناسته د پوهنتون د علمي څیړنو د همغږۍ په مرکز کې د خلاقیت او نوښت کمیټې د محترمو غړو په شتون کې جوړه کړه.

په دې ناسته کې د خلاقیت او نوښت مرکز کمیټې غړو په یو شمېر موضوعاتو لکه د خلاقیت او نوښت مرکز چوکاټ نهایی کولو او د خلاقیت او نوښت طرزالعمل چمتو کولو د څرنګوالي په اړه بحث وکړ، چې په پایله کې لاندې پریکړې وشوې.

۱. د ادبي سمون په موخه د خلاقیت او نوښت مرکز چمتو شوی متن محترم پوهنیار میرویس ته وسپارل شو.

۲. د پوهنتون په کچه د ابتکاري فعالیتونو د ثبتولو لپاره د ډیټابیس جوړول.

۳. د خلاق او متبکرانه فعالیتونو د پیژندلو لپاره د یوې هر اړخیزې کړنلارې چمتو کول. غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS