د څوارلسم پاسو ښوونکو د سویې د لوړولو لپاره د لوړو زده کړو، پوهنې او مالیې وزارتونو د درې اړخیزې طرحې د پلي کولو په موخه د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د همغږۍ ګډه ناسته جوړه شوه.

keu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۸:۵۷
fsdf

په دې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال ډاکټر عطاالله واحدیار، د دواړو وزارتونو مشرانو او اړوند سلاکارانو، د سویډن کمېټې مشر او د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون علمي مرستیالانو برخه اخیستې وه.

په ناسته کې د نویو ښوونکو د اړتیاوو او د پوهنې وزارت د رشتوي اړتیاوو سره سم د څوارلسم پاسو ښوونکو د تحصیلي سویې لوړول او د مضمونونو د ادغام پروګرامونه، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې لخوا د ښوونکو د ماسټرۍ پروګرام (TEMP) مخته وړلو، د (GIZ) ادارې لخوا د اساسي او ثانوي (BEPA) ښوونیزو پروګرامونو مخته وړلو او په لومړنۍ دوره کې د تدریس کیفیت ته د پاملرنې په اړه بحث وشو او د یادې طرحې د پلي کېدلو پروسې پر ګړندۍ کولو ټینګار وشو.

په ناسته کې ګډونوالو د لوړو زده کړو او د پوهنې وزارتونو څخه د دغه پروګرام د ودې لپاره خپلې کړنې او فعالیتونه څرګند کړل او د هېواد د ښوونې او تحصیلي نظام د غوره او با کیفیت او ځواب ویونکي پلي کولو په اړه یې خپل یو لړ نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د ناستې په پای کې ګډه تخنیکې کمېټه جوړه شوه تر څو د ماسټرۍ پروګرام (TEMP) د پرمختګ لپاره د نافذ شویو قوانینو او مقراراتو په پام کې نیولو سره وړ حل لارې ومومي او په راتلونکې ناسته کې یې وړاندې کړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي ټینګار وکړ چې د دې کمېټې او د څوارلسم پاسو ښوونکو د سویې لوړولو ناستې چې دمخه جوړې شوې دي باید په هرو پنځلس ورځو کې جوړې شي تر څو د یادو شویو پروګرامونو د لا ښو پلي کولو لپاره وړ او منطقي حل لارې نهایي او پلې شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۳۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

سه شنبه- ۲۰،۲،۱۴۴۸ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په همکارۍ د یاد پوهنځي استادانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۲۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د پلي سرکونو دویمې برخې پروژې کارونه په چتکتیا سره روان دي!

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم په پوهنتون کې د پلي سرکونو جوړولو له پروژې د لیدنې پر مهال څرګنده کړه، چې محصلینو ته د علمي او معیاري زده کړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

چهارشنبه- ۱۴،۲،۱۴۴۸ ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته د معیاري سلایډونو سره د بلدتیا اړوند یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS