د څوارلسم پاسو ښوونکو د سویې د لوړولو لپاره د لوړو زده کړو، پوهنې او مالیې وزارتونو د درې اړخیزې طرحې د پلي کولو په موخه د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د همغږۍ ګډه ناسته جوړه شوه.

keu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۸:۵۷
fsdf

په دې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال ډاکټر عطاالله واحدیار، د دواړو وزارتونو مشرانو او اړوند سلاکارانو، د سویډن کمېټې مشر او د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون علمي مرستیالانو برخه اخیستې وه.

په ناسته کې د نویو ښوونکو د اړتیاوو او د پوهنې وزارت د رشتوي اړتیاوو سره سم د څوارلسم پاسو ښوونکو د تحصیلي سویې لوړول او د مضمونونو د ادغام پروګرامونه، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې لخوا د ښوونکو د ماسټرۍ پروګرام (TEMP) مخته وړلو، د (GIZ) ادارې لخوا د اساسي او ثانوي (BEPA) ښوونیزو پروګرامونو مخته وړلو او په لومړنۍ دوره کې د تدریس کیفیت ته د پاملرنې په اړه بحث وشو او د یادې طرحې د پلي کېدلو پروسې پر ګړندۍ کولو ټینګار وشو.

په ناسته کې ګډونوالو د لوړو زده کړو او د پوهنې وزارتونو څخه د دغه پروګرام د ودې لپاره خپلې کړنې او فعالیتونه څرګند کړل او د هېواد د ښوونې او تحصیلي نظام د غوره او با کیفیت او ځواب ویونکي پلي کولو په اړه یې خپل یو لړ نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د ناستې په پای کې ګډه تخنیکې کمېټه جوړه شوه تر څو د ماسټرۍ پروګرام (TEMP) د پرمختګ لپاره د نافذ شویو قوانینو او مقراراتو په پام کې نیولو سره وړ حل لارې ومومي او په راتلونکې ناسته کې یې وړاندې کړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي ټینګار وکړ چې د دې کمېټې او د څوارلسم پاسو ښوونکو د سویې لوړولو ناستې چې دمخه جوړې شوې دي باید په هرو پنځلس ورځو کې جوړې شي تر څو د یادو شویو پروګرامونو د لا ښو پلي کولو لپاره وړ او منطقي حل لارې نهایي او پلې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS