١٤٠٥ کال کې د نصاب تطبیق او درسي مفرداتو وېش اړوند ورکشاپ ترسره شو! 

hamid2
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۰
DFSAdSA

شنبه- ١/١١/١٤٤٧ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د پوهنتون نصاب کمېټې غړو ته د کورس پالیسی او درسي موادو مفرداتو اړوند یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو چې د نصاب تطبیق، استادانو کورس پالیسی، درسي موادو مفرداتو وېش اړوند بحثونه وشول. 

په پیل کې، د علمي چارو مرستیال مولوي احسان الله ناصح خپلو خبرو کې د نصاب کیفیت لوړولو، استادانو ترمنځ همغږۍ زیاتولو او تدریسي معیارونو پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي د شته ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وړاندې کړې او اړوند مسؤلینو ته یې دنده وسپارله چې د نصاب تطبیق کولو بهیر کې زیار اوباسي او د عملي کېدو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

ورکشاپ د پوهاند عبدالواسع عظیمی له لوري وړاندې شو او له ګډونوالو سره د نصاب تطبیق، کورس پالیسی او درسي موادو مفرداتو وېش اړوند معلومات شریک شول.

همدارنګه د تدریسي بهیر پر مهال د شته ستونزو، نیمګړتیاوو او ننګونو په اړه د کمېټې د غړو نظریات او وړاندیزونه واورېدل شول، د یادو وړاندیزونو حل لپاره اړینې پرېکړې شوې او هوډ څرګند چې د روان سمسټر درسي بهیر به د یو منظم، معیاري او اغېزمن نصاب پر بنسټ پرمخ یووړل شي او هېڅ ډول ستونزې به شتون ونه لري.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

مولوي عبدالحکیم حمدي؛ معیاري نصاب د تحصیلي بنسټونو د ملا تیر جوړوي! 

یکشنبه- ١٤٤٧،١١،٩ هـ.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند، استادانو د مسلکي پراختیا امریت له لوري استادانو ته “ د تحصیلي نصاب پراختیا او بیا کتنې" تر سرلیک لاندې یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په کوربه توب د جهان خصوصی پوهنتون له لوري «د افغانستان د دوامدار پرمختیا لپاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې» تر عنوان لاندې دوه ورځنی داخلي کنفرانس پیل شو. 

په دې دوه ورځني کنفرانس کې چې د لوړو زده کړو او مخابرات او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو مقاماتو، د بېلابېلو ادارو استازو، څېړونکو او د امارتي او خصوصي لوړو زده‌کړو بنسټونو د استادانو په. . .

BACK TO NEWS