کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په کوربه توب د جهان خصوصی پوهنتون له لوري «د افغانستان د دوامدار پرمختیا لپاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې» تر عنوان لاندې دوه ورځنی داخلي کنفرانس پیل شو.
په دې دوه ورځني کنفرانس کې چې د لوړو زده کړو او مخابرات او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو مقاماتو، د بېلابېلو ادارو استازو، څېړونکو او د امارتي او خصوصي لوړو زدهکړو بنسټونو د استادانو په ګډون نن پیل شو، ټاکل شوې ده چې ۱۲۱ څېړنیزې مقالې وړاندې شي.
د دې کنفرانس د پرانېستې په مراسمو کې مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیز الحاج مولوي حمدالله نعمانی له لوري د ټکنالوژۍ په ځانګړي ډول د مصنوعي ځیرکتیا د ګټو او ستونزو په اړه خبرې وشوې. نوموړي وویل چې ټکنالوژي د کارونې له پلوه هم مثبت او هم منفي اړخونه لري، او دا په کاروونکي پورې اړه لري چې څنګه ترې استفاده وکړي. هغه زیاته کړه چې اسلامي لارښوونې موږ ته دا مکلفیت راکوي چې په علمي، فني او تخنیکي برخو کې نوښت وکړو او بیا یې د انسانانو د هوساینې او پرمختګ لپاره وکاروو. نوموړي د ټولنې د پرمختګ برخه کې د علمي پدیدو د کارونې پر مهال د نیت، دیني ارزښتونو او اخلاقي اصولو پر مراعات ټینګار وکړ.
د لوړو زده کړو علمي معین شیخ ضیاءالرحمن مدنی خپلو خبرو کې د علم ارزښت په اړه وویل: علم یو جوهر دی؛ په هره برخه کې چې ترې ګته اخیستل کېږي او د هېواد د دفاع وسیله ګرځي، پر موږ فرض ده چې ترې ګټه واخلو څو خپل هېواد وساتو.
نوموړي زیاته کړه چې د دې ډول کنفرانسونو دایرول اړین دي، ځکه د څېړنو له لارې څرګندېږي چې مصنوعي ځیرکتیا په کومو برخو کې ورڅخه کار واخیستل شي او په کومو کې باید ترې ډډه وشي.
د لوړو زده کړو علمي معین د یادشوي کنفرانس د جوړولو اړوند له جهان پوهنتون څخه مننه وکړه او قول یې ورکړ چې لوړو زده کړو وزارت به د هېواد پوهنتونونو له علمي پروګرامونو او فعالیتونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
همدارنګه په دې کنفرانس کې د جهان خصوصي پوهنتون رئیس پوهنیار خوشحال جواد او د چارو ادارې کلتوري مرستیال مفتی ادریس انوری د دې کنفرانس نور ویناوال ول چې د موضوع په اړه یې ویناوې وکړې. د یادونې وړ ده چې دې کنفرانس ته د امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو استادانو او څېړونکو له لوري ۱۴۹ څېړنیزې مقالې رالېږل شوي دي، چې له دې ډلې ۱۲۱ مقالې تأیید او ۲۸ مقالې رد شوي دي.
