د قرآن‌کریم د نزول د لمانځنې غونډه

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۲ - ۱۱:۱۲
بل

د ۱۴۰۰ کال د غوايي میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د اسلامي زده‌کړو پوهنځي د فرهنګي کمېټې په همکارۍ او د پوهنتون د فرهنګي شورا په همغږۍد قرآن‌کریم د نازلېدو د لمانځنې کنفرانس، د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون په عمومي تالار کې جوړ شو، چې د پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو، اداري کارکونکو او محصلانو په کې ګډون کړی و.

دغه محفل ښاغلي قاري محفوظ الله مظهري د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل کړ. ورپسې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیسې آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما د قرآن‌کریم د نازلېدو، د روژې مبارکې میاشتې د فضلیت او په دې میاشت کې پر خپلو نفسونو د انسانانو د حاکم‌والي په اړه خبرې وکړې. ورپسې د اسلامي زده‌کړو د پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار سید هاشم امین د قرآن‌کریم د نازلېدو پر حکمتونو خبرې وکړې. تر ده وروسته د اسلامي زده‌کړو د پوهنځي استاد ښاغلي ډاکتر محمد مزمل اسلامي په روژه کې د ناروغانو، مسافرو او لویانو د احکامو په اړه وینا وکړه. ورپسې ښاغلي ډاکتر محمد عارف عطایي د روژې پر درسونو او پیغامونو او دا چې روژه له موږه څه غواړي، هراړخیزې خبرې وکړې. ورپسې د ارواپوهنې پوهنځي استاد ښاغلي پوهاند شمس‌الدین شمس د قرآن‌کریم او روژې مبارکې میاشتې په اړه خپل لیکلی شعر دکلمه کړ. د غونډې په دوام د تفسیر او حدیت د څلورم ټولګي محصل ښاغلي محمد اصغر د قرآن‌کریم په اړه یو نعتیه شعر واوراوه.

د غونډې په پای کې د قرآن‌کریم د مخکې بشپړ شوي ختم ختمانه وویل شوه او استاد پوهندوی ضیاالدین انصاري ټول ملت، په افغانستان کې د سولې راتلو او د هېواد د وروستیو پېښو شهیدانو ته دعا وکړه او غونډه خلاصه شوه.