محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

hamid2
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
dsfssda

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو او په ټوله کې محصلینو ته د هر اړخیزه سهولتونو برابرولو په موخه ناسته وکړه.

پیل کې د محصلانو  چارو مرستیال مولوي رحمان ګل وثیق، د محصلینو اړوند د یاد معاونیت پلان شویو برنامو ته په اشارې وویل، چې د علمي نهادونو او پوهنتونو زیات تمرکز د محصلینو په سالمه روزنه، مسلکي وده او دوی ته د هراړخیزو سهولتونو په برابرولو وي؛ ځکه چې محصل د پوهنتون د موخو مرکزي هسته تشکیلوي.

ده دا راز د محصلینو اړوند پلان شویو برنامو کې د محصلینو د استازو رول خورا مهم وباله او په وینا یې چې ټول محصلین باید په ډېر شوق او لېوالتیا سره په یادو برنامو کې ګډون وکړي.

د ناستې په جریان کې د محصلینو استازو له محصلانو چارو معاونیت څخه منندویي وکړه چې د محصلینو لپاره ښوونیزې او روزنیزې برنامې دایروي او ډاډ یې څرګند کړ چې محصلین به له معاونیت سره په پوره همغږي، اخلاص او صداقت سره په ټولو برنامو کې ګډون کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS