علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

hamid2
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
dfwasd

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق، ګزارشونو او پلانونو د تائید اړوند بحثونه وشول.

د ناستې په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال مولوي احسان الله ناصح په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب مخته وړلو اړوند تأکید وکړ، نوموړي وویل: د نوي سمسټر تدریسي جریان باید د تېر سمسټر په څېر په منظم ډول پرمخ ولاړ شي او د پوهنتون تدریسي چارو د ښه والي په برخه کې مؤثر ګامونه پورته شي، تر څو متخصص، مسلکي او ژمن ځوانان ټولنې ته وړاندې شي.

وروسته، د ګډونوالو لخوا د اجنډا مطابق: د څلور وارو معاونیتونو، نهه ګوني پوهنځیو او دعوت او ارشاد امریت د روان کال څلورمې ربعې ګزارشونو تأییدي، د پوهنتون ریاست، څلور وارو معاونیتونو، نهه ګوني پوهنځیو او د دعوت او ارشاد امریت د ١٤٠٥ کال د کاري او عملیاتي پلانونو تأییدي، د استادانو تقرر، ترفېع او انفکاک دوسیو څېړلو او متفرقه موضوعاتو اړوند مفصل بحث او خبرې وکړې، چې د علمي شورا غړو له لوري تأیید شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS