کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

hamid2
Tue, Aug 04 2026 3:39 PM
قثبلیسثبقفشصثی

سه شنبه- ۲۰،۲،۱۴۴۸ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په همکارۍ د یاد پوهنځي استادانو ته د ورزش په برخه کې لومړنۍ مرستې ترسرلیک لاندې یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو، چې پکې د لومړنیو ورزشی مرستو  سره بلدتیا او عملاً د یادو مرستو رسولو اړوند هراړخیز بحث او خبرې وشوې.

دغه ورکشاپ د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي استادانو ته جوړ شوی وو، ترڅو یاد استادان په ورزشي میدانونو کې د لومړینو ورزشي مرستو رسولو سره بلدتیا ترلاسه کړي او په دې برخه کې له کومې ستونزې سره مخ نشي.

ورسته له مقدماتي خبرو یاد ورکشاپ د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي استادانو پوهاند دوکتور محمدشفیع سخی زاده او پوهنمل دوکتور سید عبیدالله حمیدي له لوري وړاندې شو او  د لومړنیو ورزشي مرستو رسولو اصولو او ضروري موادو اړوند یې ګډونوالو سره اړین معلومات شریک کړل.

د نشراتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS