کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!
یکشنبه- ۱۲،۱،۱۴۴۷ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په همغږۍ د پوهنتون استادانو ته " د علمي څېړنې جوړښت" ترسرلیک لاندې یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو، چې پکې د څېړنې سرلیک ټاکلو، ستونزې بیان، څېړنې موخو، پوښتنو، فرضیو، د مخکنیو څېړنو ارزونې،څېړنې مېتود، معلوماتو تحلیل او پایلې موضوعاتو اړوند بحث وشو.
د دې ورکشاپ هدف او موخه د علمي او معیاري څېړنې سره د استادانو بلدتیا وه، ترڅو په دې برخه کې شته ستونزې حل شي او معیاري څېړنو ته لار پراخه شي.
د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال مولوي احسان الله ناصح په مقدماتي خبرو کې وویل: علمي څېړنې د پوهنتونونو د پرمختګ بنسټ جوړوي. هر استاد باید د څېړنې له اصولو، میتودونو او جوړښت سره بشپړه بلدتیا ولري، ځکه د معیاري څېړنې له لارې د ټولنې ستونزو ته علمي حللارې وړاندې کېدای شي. زموږ هیله دا ده چې دا ډول علمي پروګرامونه د استادانو د څېړنیز فکر د پیاوړتیا سبب شي.
وروسته له مقدماتي خبرو یاد ورکشاپ د پوهنوال دوکتور عبدالجبار څپاند او پوهندوی دوکتور شاه رخ رووفي له لوري وړاندې شو او د ذکر شویو موضوعاتو اړوند یې له ګډونوالو سره هراړخیز معلومات شریک کړل.
اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
