کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام د نوم لیکنې او د درسونو د پیل خبرتیا !

keu_admin
123

 
ټولو هغو محصلینو ته چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ١٤٠٣ کال بېلابېلو د ماسترۍ پروګرامونو ته بریالي شوي، خبر ورکول کیږي چې د نوم ليکنې لپاره دې د ٢٠/٦/١٤٠٣ نېټې څخه تر ٢٩/٦/١٤٠٣ هـ.ش نېټې پورې د یاد پوهنتون د ماسټرۍ برنامو آمریت ته مراجعه وکړي.

نوټ: د ماسټرۍ برنامو نوي سمسټر درسونه د میزان میاشت په لومړۍ(۱) نېټه پیلیږي.

نوټ١: ټول محصلین دې د نوملیکنې په وخت کې د ډیپلوم رنګه کاپي، ترانسکریپت رنګه کاپي، تذکرې رنګه کاپي او یو قطعه انځور له ځان سره ولري.