د څوارلسم پاسو ښوونکو د سویې د لوړولو لپاره د لوړو زده کړو، پوهنې او مالیې وزارتونو د درې اړخیزې طرحې د پلي کولو په موخه د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د همغږۍ ګډه ناسته جوړه شوه.

keu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۸:۵۷
fsdf

په دې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال ډاکټر عطاالله واحدیار، د دواړو وزارتونو مشرانو او اړوند سلاکارانو، د سویډن کمېټې مشر او د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون علمي مرستیالانو برخه اخیستې وه.

په ناسته کې د نویو ښوونکو د اړتیاوو او د پوهنې وزارت د رشتوي اړتیاوو سره سم د څوارلسم پاسو ښوونکو د تحصیلي سویې لوړول او د مضمونونو د ادغام پروګرامونه، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې لخوا د ښوونکو د ماسټرۍ پروګرام (TEMP) مخته وړلو، د (GIZ) ادارې لخوا د اساسي او ثانوي (BEPA) ښوونیزو پروګرامونو مخته وړلو او په لومړنۍ دوره کې د تدریس کیفیت ته د پاملرنې په اړه بحث وشو او د یادې طرحې د پلي کېدلو پروسې پر ګړندۍ کولو ټینګار وشو.

په ناسته کې ګډونوالو د لوړو زده کړو او د پوهنې وزارتونو څخه د دغه پروګرام د ودې لپاره خپلې کړنې او فعالیتونه څرګند کړل او د هېواد د ښوونې او تحصیلي نظام د غوره او با کیفیت او ځواب ویونکي پلي کولو په اړه یې خپل یو لړ نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د ناستې په پای کې ګډه تخنیکې کمېټه جوړه شوه تر څو د ماسټرۍ پروګرام (TEMP) د پرمختګ لپاره د نافذ شویو قوانینو او مقراراتو په پام کې نیولو سره وړ حل لارې ومومي او په راتلونکې ناسته کې یې وړاندې کړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي ټینګار وکړ چې د دې کمېټې او د څوارلسم پاسو ښوونکو د سویې لوړولو ناستې چې دمخه جوړې شوې دي باید په هرو پنځلس ورځو کې جوړې شي تر څو د یادو شویو پروګرامونو د لا ښو پلي کولو لپاره وړ او منطقي حل لارې نهایي او پلې شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۴۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له اداراک پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه!

 

دوشنبه- ۳،۳،۱۴۴۸ ه.ق

د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او ادارک پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، د ګډو څېړنیزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۴۲
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

 
چهارشنبه- ۲۸،۲،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، مالي او اداري چارو معاونیت د کارکوونکو چارو امریت له لوري د محصلانو معاونیت په همغږۍ اداري کارمندانو ته " د مایکرو سافټ آفېس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته درې ورځنی لارښودي ورکشاپ پیل شو!

سه شنبه- ۲۷،۲،۱۴۴۸ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د اس- پي- اس-اس له نرم افزارو څخه په ګټه. . .

BACK TO NEWS