کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د پلي سرکونو دویمې برخې پروژې کارونه په چتکتیا سره روان دي!
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم په پوهنتون کې د پلي سرکونو جوړولو له پروژې د لیدنې پر مهال څرګنده کړه، چې محصلینو ته د علمي او معیاري زده کړو ترڅنګ، په ورزشي، تفریحي او نورو برخو کې خورا سهولتونه او اسانتیاوې برابرې شوې دي؛ چې له جملې یې د پلي سرکونو دویمې برخې ترمیم پروژه ده، چې د ١١ میلیونه افغانیو په لګښت یې کارونه روان دي او ډېر ژر به بشپړه او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.
ده زیاته کړه چې د پوهنتون رهبري هڅه کوي چې په زیربینایي کارونو کې پوهنتون ته خدمات ترسره شي، ترڅو د هېواد راتلونکی نسل په خورا رنګینه فضاء کې خپلې زده کړې پرمخ یوسې.
نشراتو او عامه اړیکو امریت
