لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ښوونې او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت په همغږۍ د یاد پوهنتون اداري برخو آمرینو او کارمندانو ته " د اداري مراسلاتو مدیریت او ثبت" ترسرلیک لاندې پینځه ورځنی ورکش
دوشنبې په ورځ د ٨/٧/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٨/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ښوونې او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت په همغږۍ د یاد پوهنتون اداري برخو آمرینو او کارمندانو ته "د اداري مراسلاتو مدیریت او ثبت" ترسرلیک لاندې پینځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.
غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړي، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي خالد "عزیزي" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه او ګډونوالو ته یې په اداري کارونو کې یې د صداقت او اېماندارۍ درلودلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې، همدارنګه یې د یاد ورکشاپ دایرېدلو اړوند خوښي څرګنده کړه او له ټولو ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې له ورکشاپ څخه پوره ګټه واخلي او په هره برخه کې چې ستونزې لري د دې ورکشاپ په پای ته رسېدو یې حل کړي.
همدارنګه، د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ښوونې او ظرفیت لوړونې آمر ښاغلي عبیدالله"مولایي" په خپلو خبرو کې د ورکشاپ هدف او موخه او ضرورتونو اړوند معلومات له ګډوونکونکو سره شریک کړل.
د یادولو وړ ده چې یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت، کارکوونکو چارو ریاست د ښوونې او ظرفیت لوړونې آمریت د مسؤل لخوا رسماً پیل او په یادو پینځو ورځو کې به د اداري مراسلاتو مدیریت او ثبت اړوند هراړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړي.
