د اداري غونډې راپور

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۵ - ۹:۵۹
987

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري غونډه د دوشنبې په ورځ د ١٤٤٤/٥/٤ د ١٤٠١/٩/٧ سره سم د سهار په ١١:٠٠ بجو د پوهنتون د رییس پوهنوال لیلیما شریفي یما په مشرۍ تر سره شوه، غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او په لاندې مو ضوعاتو خبرې وشوې:

لومړی د پوهنتون رییس د رهبري هیئت غړو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د HEMIS سیستم په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې، په سیستم کې شته ستونزې د لوړو زده کړو وزارت له خوا حل شوي دي.

همدارنګه په غونډه کې د پوهنتون د انضباطي کمېټې د ټاکلو موضوع مطرح شوه او په متفقه توګه پرېکړه وشوه چې، پخوانۍ ټاکل شوې کمېټه دې د يادې کمېټې د غړو په اړه له سره غور وکړي.

په غونډه کې د کیمیا څانګې د علمي کارکونکې محترمې پوهاند قادري له خوا د کیمیا د ژباړې د غیر غړي د کار د ویش موضوع مطرح شوه.

په غونډه کې د پوهنتون موضوع مطرح شوه او پرېکړه وشوه چې، د پوهنې وزارت د نصاب د کمېسیون د پرېکړې او د وزارت د (۲۴) مصوبې په منظورۍ دې د اسلامي فرهنګ په ګډون د پوهنتون د موضوع اعتبار د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسیسو، د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي کمیسیون د پرېکړې له مخې، د اسلامي علومو درسي ساعتونه باید د (۸) سمسترونو او (۱۰) ماښامنۍ سمسترونو لپاره د اسلامي ثقافت (۲۴) کریډیټه تطبیق شي.

غونډ د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۴۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له اداراک پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه!

 

دوشنبه- ۳،۳،۱۴۴۸ ه.ق

د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او ادارک پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، د ګډو څېړنیزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۴۲
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

 
چهارشنبه- ۲۸،۲،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، مالي او اداري چارو معاونیت د کارکوونکو چارو امریت له لوري د محصلانو معاونیت په همغږۍ اداري کارمندانو ته " د مایکرو سافټ آفېس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته درې ورځنی لارښودي ورکشاپ پیل شو!

سه شنبه- ۲۷،۲،۱۴۴۸ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د اس- پي- اس-اس له نرم افزارو څخه په ګټه. . .

BACK TO NEWS