د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي شورا غړو د لوړو زده‌کړو وزارت له پلاوي سره وکتل

keu_admin
Sun, Nov 14 2021 2:35 PM
jj

د ۱۴۰۰ کال د لړم په ۲۲مه نېټه د شنبې په ورځ د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي شورا غړو د پوهنتون د علمي چارو د مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي په مشرۍ د لوړو زده‌کړو وزارت له فوق‌العاده استازي ښاغلي محمد حامد یعقوبي، د لوړو زده‌کړو وزارت د علمي چارو له سرپرست معین ښاغلي دوکتور لطف‌الله خیرخواه او د لوړو زده‌کړو وزارت د مرکزي ادارو له یو شمېر رئیسانو سره وکتل او په دغه پوهنتون کې یې پر فعالیتونو او د موجودو ستونزو پر حل بحث وکړ.

مجلس د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو او وروسته د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي په خپلو خبرو کې د لوړو زده‌کړو وزارت د علمي چارو سرپرست معین جلالتمآب دوکتور لطف‌الله خیرخواه او د لوړو زده‌کړو وزارت د مرکزي ادارو رئیسانو ته ښه راغلاست ووایه او د شته ستونزو او ننګونو په اړه یې خبرې وکړې. ښاغلي رشیدي د لوړو زده‌کړو وزارت له مشرتابه او د علمي چارو له محترم معین څخه وغوښتل چې په پوهنتون کې د شته ستونزو په حلولو کې همکاري وکړي. وروسته د پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا د مرکز آمر ښاغلي پوهنوال همایون غفوري د پوهنتون د تشکیلاتي جوړښت او امکاناتو په اړه په پاورپاینټ کې هراړخیز معلومات وړاندې کړل. ورپسې د لوړو زده‌کړو وزارت د علمي چارو سرپرست معین ښاغلي دوکتور لطف‌الله خیرخواه د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي شورا د غړو، استادانو او د اداري برخې د نورو کارکوونکو له زحمتونو مننه وکړه او ویې ویل، د هېواد اوسني شرایط ایجابوي چې هر شخص او هره اداره خپل مسؤولیتونه او مکلفیتونه په سم ډول ادا کړي تر څو په هېواد کې ځوانانو ته د تحیصیلاتو سمه زمینه برابره شي. د غونډې په دوام د لوړو زده‌کړو وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو پر ګڼو موضوعاتو خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د کار د ښه‌والي لپاره به هېڅ ډول همکاري ونه‌سپموي. ورپسې د پوهنتون د علمي شورا غړو هم د پوهنتون د کارکړنو او فعالیتونو د دوام په اړه معلومات وړاندې کړل او د دغه تحصیلي بنسټ د کاري بهیر د ښه کېدو لپاره یې خپل وړاندیزونه شریک کړل. وروسته د لوړو زده‌کړو وزارت د علمي چارو سرپرست معین د دغه پوهنتون د علمي شورا د غړو تر وړاندیزونو اورېدو وروسته وویل چې د لوړو زده‌کړو وزارت مشرتابه پلاوی هڅه کوي دغه ستونزې وڅېړي او د حل لپاره یې لازم اقدامات وکړي. د غونډې تر پای ته رسېدو وروسته د پوهنتون د مشرتابه پلاوي غړي د لوړو زده‌کړو وزارت د علمي چارو له سرپرست معین ښاغلي دوکتور‌ لطف‌الله خیرخواه او ورسره پلاوي سره د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون پر بېلابېلو برخو را وګرځېدل او د پوهنتون د وضعیت ښه کېدو لپاره یې مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS