۱۴۰۰کال، د لړم ۹مه، لوړو زده کړو وزارت

keu_admin
Sat, Nov 06 2021 11:51 AM
fgff

د لوړو زده کړو وزارت د زده کړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت د زده کړیالانو چارو د معینیت د سرپرست په مشرۍ تر سره او د وړاندې شوو مواردو په اړه بحث او نظرونه سره شریک شول.

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د زده کړیالانو چارو سرپرست معین، له اړوندو ریاستونو وغوښتل، چې د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د زده کړیالانو د ستونزو د حل او له تحصیلي بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد ځوانانو لپاره د مناسبې تحصیلي فضا د برابرولو په برخه کې لازمې اقدامات تر سره کړي.

وروسته له اجنډا سره سم د زده کړیالانو چارو د معینیت شورا غړو له لازمو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه، چې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د زده کړیالانو د تبدیلۍ په برخه کې، د خصوصي زده کړیالانو چارو ریاست یوه جامع طرحه ترتیب او په راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.

همدارنګه په دغه ناسته کې هغه د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو زده کړیالان چې د ستونزو له امله د ۱۴۰۰کال، پسرلي سمسټر له ازموینې پاتې دي، اړوندو خصوصي بنسټونو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د اضافي پیسو له اخیستلو پرته، هغو زده کړیالانو ته د ازموینې زمینه برابره کړي، چې کومه قانوني ستونزه نه لري.

دغه راز د هغو خصوصي پوهنتونونو په اړه، چې د ناقانع کوونکو دلایلو پر اساس یې درسونه نه دي پیل کړي او له زده کړیالانو یې فیس هم اخیستی، سپارښتنه ورته وشوه، چې ډېر ژر زده کړیالانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي او له هغې پرته دې د زده کړیالانو فیسونو او نور مادي حقوق بېرته ورکړل شي، تر څو وکولی شي، په نورو پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS