د تسلیت او خواخوږۍ پيغام
په ډیرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی سرپرست وزير او د کابل پوهنتون استاد ښاغلي پوهاند محمد رسول باوري، د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
انا لله و انا الیه راجعون
د شهید استاد ربانی ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوي د پوهاند محمد رسول باوري مړينه اکاډمیکې ټولنې لپاره یوه ستره ضایعه بولي او د خپل داډګیرنې مراتب د کابل پوهنتون مشرتابه پلاوي، کورنۍ او نورو دوستانو ته یې وړاندې کوي او د لوی خدای له درباره ارواښاد استاد باوري ته د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جمیل صبر غوښتنه کوي.