د پوهنتون د سولې مرکز او د امریکا متحدو ایالتونو د سولې نړیوال انستېتیوت (USIP) د غړو تر منځ د همکاریو دوام ناسته وشوه او د دې مرکز درې نوي غړي معرفي شول.

keu_admin
Tue, Jun 15 2021 2:45 PM
ghghg

د ۱۴۰۰ کال د غبرګولې میاشتې په ۱۷مه نېټه د دوشنبې په ورځ د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د پلاوي او د امریکا متحدو ایالتونو د سولې نړیوال انستېتیوت (USIP) د غړو تر منځ د ګډې همکارۍ ناسته وشوه. په دې ناسته کې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیسې آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما، د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي، د اسلامي زده‌کړو د پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار سیدهاشم امین، د (USIP) دفتر د سولې د روزنو مسؤول ښاغلي احمد جاوېد سمسور، د (USIP) د سولې د پروګرامونو مسؤول ښاغلي رفېع‌الله ستانکزي، د (USIP) ادارې روزونکي ښاغلي صبغت‌الله جلالي او د دوی ځینو نورو همکارانو ګډون کړی و.

په سر کې د پوهنتون رئیسې آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما په اکاډمیکه ټولنه کې پر سوله او د سولې پر اهمیت خبرې وکړې او د امریکا متحدو ایالتونو د سولې نړیوال انستېتیوت (USIP) غړو ته یې د پوهنتون د سولې په مرکز کې د پروژې د پلي کېدو ډاډ ورکړ. ورپسې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي د پوهنتون د سولې مرکز د لاسته‌راوړنو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل او د دغه پروګرام پر پلي کېدو یې ټینګار وکړ ویې ویل: د پوهنتون د سولې مرکز د چارو مخته‌وړلو لپاره باید عملیاتي پلانونه جوړ شي. ورپسې د سولې مرکز مسؤول ښاغلي احمد جاوېد سمسور په پوهنتونونو کې د سولې د مرکزونو پر اساسي موخو خبرې وکړې او د دغو مرکزونو هراړخیز ملاتړ یې اعلان کړ. د ناستې په دوام ښاغلي پوهنیار سیدهاشم امین د پوهنتون د سولې مرکز د مسؤول په توګه په پوهنتون کې د سولې پروژې د پلي کېدو په اړه د پوهنتون مشرتابه پلاوي او د (USIP) ادارې مسؤولینو ته ډاډ ورکړ. د ناستې په پای کې، د دې مرکز درې نوي غړي هر یو: ښاغلي پوهنیار محمد طاوس ، آغلې پوهنیار ملالی او ښاغلي فاروق ستانکزی معرفي شول.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS