د ژوند د چاپېریال ساتنې اهمیت او اړتیا

keu_admin
Sat, May 29 2021 10:35 AM
بلیلبل

دا مهال په ټوله نړۍ کې خلک د ژوند چاپېریال پر وړاندې ډېر مسؤولیت احساسوي او له دولتونو، د تولیدي صنایعو له مالکانو، بنسټونو او مالي مؤسسو څخه غواړي چې خپل سیاستونه د ژوند چاپېریال د ساتنې پر بنسټ تنظیم کړي. ځکه چې هغوی د ککړ چاپېریال پایلې عملاً ویني او تجربه کوي.

موږ هر یو د دې نړۍ د وګړو په توګه د ژوند چاپېریال او د روغتیا پر وړاندې مسؤول یو. بې له شکه چې زموږ د ژوند ډول او کړنې زموږ د ژوند چاپېریال پر ښه کېدو یا خرابېدو اغېزه لري. ځمکه یوازنۍ سیاره ده چې له موږ سره تړاو لري او که موږ د ځمکې په فکر کې نه‌شو نو څوک به یې وساتي؟ پاکه هوا، سالمې اوبه او خاوره او ناپایه طبیعي سرچینې زموږ د راتلونکو نسلونو حق هم دی. راځئ چې د ژوند چاپېریال په ساتلو، ملاتړ او د طبیعي سرچینو په سمې کارونې سره خپل راتلونکي نسل ته ښه میراث پرېږدو.

په دې توګه، شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د یوه اکاډمیک بنسټ په توګه د افغانستان ټولو خلکو او د ژوند چاپېریال ملاتړو او ساتونکو بنسټونو ته په دې شعار سره چې "زموږ خلک ګلونه دي او هېواد مو ګلزار دی، نو راځئ چې ټول په ګډه دغه ګلزار د ګلونو د روغتیا او تازه‌ګۍ لپاره وساتو"، د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې مبارکي وايي او د افغانستان له ټول ملت او خلکو څخه غواړي چې د خپل چاپېریال په وړاندې د مسؤولیت احساس وکړي.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS