د پوهنتون د استادانو، اداري کارکونکو او محصلانو د کړنو ستاینه وشوه

keu_admin
Wed, Mar 31 2021 8:24 AM
xzx

د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتي په نهمه نېټه د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د اداري اجراتو اصولو ته په کتلو سره ۷ تنو استادانو او ۱۳اداري کارکونکي ته ستاینلیکونه ورکړل شو او همدارنګه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي هغه محصلین چې د پوسټر پرېزېنټېشن نندارتون کې یې وړتیا ښودلې او نوښت کړی ؤ وستایل شول.

په پیل کې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رییس آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما په خپلو خبرو کې د یاد پوهنتون د استادانو، اداري کارکونکو او محصلانو نوښتګرې کړنې او فعالیتونه وستایل. همدارنکه د پوهنتون ريیس د دوه تنو استادانو هر یو: آغلې پوهنوال زهره ولید رحماني د ارواپوهنې پوهنځي رییس او آغلې پوهندوی شهلا دستیار د روزنیزو او مسلکي علومو پوهنځي استاده چې څو موده وړاندې د لوړو زدکړو وزارت له لوري د میرمنو په برخه کې د لاسته راوړنو لپاره هڅې او تکلیفونه کړي او د هیواد د نافذه قوانیونو په رڼا کې په ښه ډول ترسره کړي ؤ، په اتم د مارچ (د ښځو نړیواله ورځ) د کابل د دولتي پوهنتونونو په کچه د لسو غوره میرمنو د پېژندنې په موخه سیالي ترسره شوه چې خوشبختانه یادو استادانو د لوړو زدکړو وزارت له لوري درېیمې درجې ستاینلیکونه ترلاسه کړل.

د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوي له لوري یادو استادانو ته د دې بریا مبارکي ورکړه او له خدای ج څخه یې ورته په راتلونکې کې د وطن بچیانو د روزنې لپاره د لا بریاوو هیله څرګنده کړه.

غونډه د پوهنتون مشرتابه له لوري استادانو، اداري کارکونکو او د یاد پوهنځي محصلانو ته د ستاینلیکونو په ورکړې پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS