د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون او JRS موسسې ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیکولو غونډه جوړه شوه

keu_admin
Tue, Feb 02 2021 3:07 PM
dfdf

 

د ۱۳۹۹ کال د یکشنبې ورځ د سلوعۍ په ۱۲مه، د شهید استاد رباني ښووزنې او روزنې پوهنتون او JRS موسسې ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیکولو لپاره لاره هوارولو غونډه جوړه شوه.، په دې غونډه کې د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون رییس آغلې پوهنوال لیلما شریفی یما. د اختصاصي تعلیماتو پوهنځي رییس پوهنیار ښاغلي بهرام شمس، د اروا پوهنې پوهنځی رییس آغلې زهره ولید رحمانی د JRS موسسې رییس ښاغلي Jerome Sequeira، د دې پوهنتون یو شمیر علمي غړو او د JRS موسسې کارکونکو ګډون درلود.

په پیل کې، د شهید رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رییس آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما میلمنو ته ښه راغلاست وویل او د استادانو د ظرفیت لوړولو کې د JRS موسسې د همکاریو اهمیت په اړه یې خبرې وکړې او د JRS له رییس او د هغه له همکارانو څخه یې مننه او قدرداني وکړه چې په تیر کال کې یې بیلابیلې برنامې په لاره اچولې وی. ورپسې د JRS موسسې رییس ښاغلي جیروم سکویرا (Jerome Sequeira)، د نوموړې موسسې فعالیتونو او برخو په اړه معلومات وړاندې کړل چې له دې لارې دوی کولی شي د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون سره همکاري وکړي. وروسته له هغه، په غونډه کې برخه اخیستونکو غړو د هوکړه لیک مینځپانګو په اړه خپل وړاندیزونه وړاندې کړل چې چمتو شي او د غونډې په پای کې پریکړه وشوه چې د خبرو اترو لومړنۍ مسوده د راټولو شویو وړاندیزونو پراساس ترتیب کړي او د JRS موسسې په واک کې ورکول شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS