د نشراتو کمیسیون غونډه
د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د نشراتو کمیسیون غړي د خپرونو د کمیسیون د پلانونو، لارښوونو په رڼا کې منظم او پرله پسې غونډو کې د استادانو د لیکوالۍ مرحلو کارونه، علمي مقالو او نور موضوعات چې د استادانو له خوا خپرېږي میاشتني فعالیت کوي. د ۱۳۹۹ کال سه شنبې ورځ د مرغومي په ۳۰مه، د پوهنتون علمي چارو معاونیت په دفترکې، د علمي چارو مرستیال ښاغلی پوهاند جمشیدخان رشیدي تر ریاست لاندې جوړه شوه، د پوهنتون علمي چارو مرستیال د معرفي ویناو وروسته، په لاندې مسألو بحث او پریکړې وشوي.
۱ـ یو ټوک تالیفي اثر په غوڅ آرا سره د خپرولو لپاره تصویب شو.
۲ـ د استادانو د علمي- څیړنیزو مقالو درې سرلیکونه د نشراتو کمیسیون له خوا تصویب شول. غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.