د اروا پوهنې او نابینایانو څانګو نصاب او درسي موادو لپاره د همغږۍ ناسته

keu_admin
Wed, Jan 20 2021 10:42 AM
fsdf

 

د ۱۳۹۹ کال د سه شنبې ورځ د مرغومي په ۲۴مه، د اروا پوهنې او تعلیم او تربیې نابینایانو څانګې نصاب او درسي موادو ته وده ورکولو لپاره د دولتي او خصوصي ادارو همکاریو راجلبولو په هدف غونډه جوړه شوه، په دې غونډه کې د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون رییس آغلې پوهنوال لیلما شریفی یما. د اختصاصي تعلیماتو پوهنځي رییس ښاغلي بهرام شمس، د JRS موسسې نماینده ښاغلي فهیم ارباب خیل، ښاغلي پوهاند محمد مقصود جویا، آغلې پوهنیار فهیمه ابراهیم خیل او پوهنیار خواجه سردار صدیقي د اختصاصي تعلیماتو پوهنځي علمي غړي د طبیعي علومو پوهنځي رییس ښاغلي يوهنوال اسدالله فروغ، د ناروې د کمیټې استازی آغلې پروین عظیمي، د صرف موسسې او جایکا موسسې استازو ګډون درلود.

په پیل کې، د پوهنتون رییس آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما، میلمنو ته ښه راغلاست وویل او په افغاني ټولنه کې د ځانګړو اړتیاو سره د زده کړې پراختیا کې د مختلفو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ اهمیت باندې خبرې وکړې. ورپسې ، ښاغلي پوهاند محمد مقصود جویا د تعلیم او تربیې نابینایانو د اروا پوهنې د شالید څانګې په اړه معلومات وړاندې کړل او د دې څانګې اړتیاوې او ننګونې یې معرفي کړې.

د نابینایانوڅانګې له معرفي کیدو وروسته، د JRS موسسې استازي ښاغلي فهیم ارباب خیل، چې د اختصاصي تعلیماتو پوهنځی سره په همکارۍ د دوه میاشتو راهیستې د دې برنامې لپاره کارکوي، د نابینایانو څانګې لپاره د نصاب پراختیا او درسي موادو د اهدافو په اړه معلومات وړاندې کړل او د برنامې اهداف یې تشریح کړل. د غونډې په پای کې ، د ناروې او جایکا د ادارو استازو د راتلونکو پلانونو او راتلونکو غونډو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه څرګند کړل.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS