د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه له خوا د خواشیني او خواخوږۍ پيغام
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د کندهار پوهنتون پخوانی رئیس او د افغانستان دکرنیزو علومو او تکنالوجی ملی پوهنتون اوسنی رئیس پوهنمل ډاکټر حضرت مير توتاخېل د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسیدلی دی.
انا لله و انا الیه راجعون
ډاکټر توتاخېل د هېواد ځوان نسل د روزنې او پالنې لپاره د پام وړ هڅې وکړې او په پوره ایماندارۍ سره یې په علمي بنسټونو کې خدمت وکړ. د هغه ناڅاپه مړینه د افغانستان علمي کورنۍ ته لویه او نه هیریدونکی ضایعه ده.
د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه د مرحوم کورنۍ او دوستانو سره خپل خواخوږۍ څرګندوي او د لوى خداى (ج) له درباره څخه ارواښاد استاد توتاخیل ته فردوس جنت، د کورنۍ غړو او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي