د تربیت بدنی روزنې او ورزشی علومو پوهنځي د زده کونکو ستاینه او قدرداني

keu_admin
Sat, Nov 14 2020 9:11 AM
سیسب

د ۱۳۹۹ کال دوشنبې ورځ د لړم په ۱۹مه، د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون د رهبري شورا په لړ کې، د تربیت بدنی روزنې او ورزشی علومو پوهنځي د څلورم ټولګي زده کونکی حیمرا بارکزۍ، چې د ښځینه هنډبال ټورنمنټ کې یې برخه اخیستې وه، د هیواد په کچه غوره هنډبال لوبغاړی وپیژندل شوه او د دې پوهنځي دوه نور لوبغاړی هر یو: ښاغلي محرم علي احمدي او ښاغلي علي فرشاد محمد د ووشو په لوبو کې برخه اخیستې وه چې لومړی مقام یې ګټلی او همدارنګه د مرکزي زون د هلکانو د هنډبال ټیم چې په کې اتو ټیمونو برخه اخیستې وه او د دې پوهنتون د تربیت بدنی پوهنځي زده کونکو هم درېیم ځای خپل کړ.

په پیل کې د پوهنتون رییس پوهنوال آغلي لیلما شریفي یما په خپلو څرګندونو کې د تربیت بدنی روزنې او ورزشی علومو پوهنځي زده کونکو څخه یې مننه او قدرداني وکړه، چې په سیالیو کې غوره پیژندل شوي و چې د دې پوهنتون په نوم یې ویاړونه ثبت کړي او دوی ته یې په دې برخه کې د لازیاتو بریاؤ هیله وکړه. ورپسې د تربیت بدنی روزنې او ورزشی علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال محمد رسول زلمي د مسلې په اړه خبرې وکړې او د مډال ګټونکي زده کونکو هڅولو لپاره یې د پوهنتون له مشرتابه څخه مننه وکړه او د پوهنتون مشرتابه ته یې یادونه وکړه چې د دې پوهنځي زده کونکي به د نورو ویاړونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي تر څو نورې بریاوې هم راوړي. غونډه د پوهنتون مشرتابه له خوا د مډال او د ستاینلیک په ورکولو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS