کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو، چې د تألیفي کتابونو لیکلو طرحې اړوند مفصل بحث او خبرې وشوې.
د دې ورکشاپ هدف او موخه د معیاري تألیفي کتابونو طرحې سره د استادانو بلدتیا وه، چې په دې برخه کې شته ستونزې په نښه او حل شي.
دغه ورکشاپ د استاد پوهنوال دوکتور عبدالجبار څپاند له لوري وړاندې شو او له ګډونوالو سره د تألیفي کتاب طرحې جوړولو اصول، موضوع ټاکلو معیارونه، علمي څېړنې مرکزونه، فصلونو منظم ترتیب او د ماخذونو کارونې اصول او د کیفیت د تضمین اړوند یې هراړخیز معلومات شریک کړل.
اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
