علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

hamid2
Sun, Jun 21 2026 2:19 PM
بلرسبیسشس

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه اضافه شول، چې په ورتګ به یې د پوهنتون راتلونکی ستراتېژیک پلان له هر اړخیزې بډاینې او اغېزمنتیا برخمن شي.

 

یاده پرېکړه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په نوبتي علمي شورا کې وشوه، چې پکې د څلور ګونو معاونیتونو له لورې د تېرې ربعې د ترسره شویو فعالیتونو د راپورونو شریکولو ترڅنګ پر ګڼو داخلي موضوعاتو بحثونه وشول.

 

د علمي شورا ناسته چې د کلام الله د مبارکو ایتونو په تلاوت پیل او په دعایه پای ته ورسېده، پکې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي  مقدماتي وینا کې د علمي ودې سربېره د محصلینو د معنوي ارتقاء لپاره د هراړخیزو پروګرامونو پر دائرولو ټینګار وکړ.

 

اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS