ماسټرۍ بورد؛ د فقهې او تطبیقي ریاضي دوکتورا برنامو د کانکور ازموینې اخیستلو اړوند بحث وشو!
سه شنبه- ٢٧،١٠،١٤٤٧ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اړوند د علمي چارو معاونیت د فوق لېسانس برنامو د بورډ غونډه ترسره شوه چې په یو لړ مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.
په پیل کې د علمي چارو مرستیال مولوي احسان الله ناصح په خپلو خبرو کې د بورد غړو ته د فقهې او تطبیقي ریاضي څانګو د کانکور ازموینې اخیستلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې، همدارنګه یې وویل: د هر پوهنتون کیفیت لوړاوي برخه د فوق لېسانس او دوکتورا برنامو باندې ولاړ دی، کوښښ باید وشي چې د فوق لېسانس او دوکتورا برنامو لپاره د نظام اصولو او مقرراتو مطابق نصاب جور او پلي شي او پوهنتون کې د یادو برنامو د پرمختګ لپاره باید هراړخیز کار او خدمت وشي.
وروسته د فوق لېسانس برنامو امر پوهندوی دوکتور محمد حنیف ولي د ماسټرۍ برنامو او دوکتورا برنامو د پرمختګ او ستونزو حل اړوند له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.
د غونډې په جریان کې د فقهې او تطبیقي ریاضي څانګو د کانکور ازموینې اخیستلو، د تېرې جلسې فیصلو څېړلو، د ماسټرۍ برنامو لپاره د ٣٩ کادري غړو ازموینې، آنلاین سیسټم ارزونې، ازموینې ملي ادارې ته د منابعو لېږلو او روان سمسټر شل فیصدو ازموینو اخیستلو اړوند بحث او خبرې وکړې، چې وروسته یادې پرېکړې د تطبیق لپاره پوهنځیو ته واستول شوې.
