کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د نه ګوني پوهنځیو له تدریسي مدیرانو سره غونډه ترسره شوه!

hamid
Sun, Jan 04 2026 2:07 PM
afda

 

یکشنبې ورځ د ١٤/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ١٤/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د نه ګوني پوهنځیو له تدریسي مدیرانو سره د(اچ-ای- ام-آی- اس)سیسټم څخه د جدولونو چاپولو په پار غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوې.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو  چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل"وثیق" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: یاده غونډه په روان کال کې د(اچ-ای- ام-آی- اس) سیسټم له طریقه د ١٤٠٤ کال د محصلینو فراغت جدول چاپ کولو اړوند نیول شوې، زیاته یې کړه هیله لرو چې د یاد سیسټم په غني کولو کې د مسؤلینو لخوا اړین فعالیتونه ترسره شي، د روان کال فراغت جدولونه چاپ شي او یاد سیسټم کې ستونزې په ټولو برخو کې حل شي، همدارنګه یې د ژمني رخصتیو کې د محصلینو لخوا د مونوګرافونو په لیکلو کې ګډونوالو ته اړینې سپارېښتنې وکړې.

همدارنګه، د غونډو ګډونوالو د لاندې موضوعاتو: د جدولونو چاپولو، یادشوي سیسټم کې د ستونزو حل یاد سیسټم پیاوړي کولو او لنډمهاله ورکشاپونو او سیمینارونو ته د محصلینو معرفي کولو، اړوند بحث او خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نه ګوني پوهنځیو تدریسی مدیرانو د محصلانو چارو مرستیال سره د (اچ-ای- ام-آی- اس) له طریقه په ١٤٠٥ کال د محصلانو فراغت جدولونو چاپولو او د محصلینو ترانسکرېپټونو او ډېپلوم جوړولو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو اړوند خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS