کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د عامې روغتیا وزارت اړوند د اکمال تخصص ازموینه په بریالیتوب سره ترسره شوه!

hamid
Sun, Dec 28 2025 1:41 PM
465gkh

یکشنبې ورځ د ٧/٧/١٤٤٧ ه.ق چې له ٧/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د ازموینو ملي ادارې له لوري د عامې روغتیا وزارت اړوند د اکمال تخصص بستونو ازموینه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، ازموینو ملي ادارې رئیس، پوهنتون مرستیالانو، استادانو، ازموینو ملي ادارې پلاوي او ازموینو ګډونوالو په حضور کې په بریالیتوب سره ترسره پای ته ورسېد.

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې یادې ازموینې ته له ۳۰۰۰ څخه زیاتو نوماندانو ګډون کړی و، چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ازموینې ته ګډونوال راغلي وو.

ازموینه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په همکارۍ د ازموینو ملي ادارې له لوري د پوره روڼتیا، عدالت او معیاري اصولو پر بنسټ واخیستل شوه، چې په ترڅ کې یې د امنیتي، تخنیکي او اداري چارو بشپړ نظم ساتل شوی و او د ازموینې بهیر د څارونکو پلاوو له لوري له نږدې وڅارل شو.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي عبدالحکیم " حمدي" د ازموینې پرانیستي مراسمو کې د پیل وینا وکړه، ویې ویل: د ازموینو ملي ادارې په تېرو کلونو کې د شفافو ازموینو له لارې د هېواد د بشري سرچینو د اصلاح او پر بنسټیز بدلون کې مهم رول لوبولی دی. د ادارې رئیس او تخنیکي ټیم یې په رښتینې مانا د ملي مسؤلیت احساس لري او هیله لرو چې دا ازموینه هم په لوړ مسلکي معیار ترسره شي. زیاته کړه: کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ویاړي چې د ملي کچې داسې مهمو ازموینو کوربه‌توب کوي او تل به د علمي، اداري او ملي پروسو د بریا لپاره همکار پاتې شي او د ازموینې مسؤلینو ته یې ازموینه کې د پوره شفافیت اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

د ازموینو ملي ادارې رئیس ښاغلي شیخ عبدالباقي"حقاني" خپلو خبرو کې د پوهنتون له رهبرۍ او کارکوونکو څخه مننه وکړه او ازموینې ته یې د ښه تنظیم، همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو اړوند منندویي وکړه، زیاته یې کړه: د ازموینو د شفاف بهیر دوام د خلکو باور پیاوړی کوي او د وړتیا پر بنسټ د کادرونو ګمارنه یقیني کوي.
 
د پوهنتون رهبرۍ او د ازموینو ملي ادارې مسؤلینو له لوري د ازموینې جریان له نږدې څخه وڅارل شو او ګډونوالو ته د پوره شفافیت اړوند ډاډ ورکړل شو.

د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص بستونه د هېواد د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره ځانګړی اهمیت لري، او د همدې موخې لپاره دا ازموینه د لوړ معیار او ملي مسئولیت په فضا کې ترسره شوه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS