کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبرۍ د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو له استادانو سره تعارفي او د پوهنتون علمي او تدریسي چارو ښه والي په پار غونډه ترسره کړه!

hamid
Wed, Dec 24 2025 12:06 PM
s5tgrfd

 

چهارشنبې ورځ ٣/٧/١٤٤٧ هــ ق چې له ٣/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبرۍ د پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو له استادانو سره تعارفي او د پوهنتون علمي او تدریسي چارو ښه والي په پار غونډه ترسره کړه.

 یاده غونډه د عبدالرحمن بن سمرة رض د غونډو عمومي تالار کې جوړه شوې وه، چې د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري کارمندانو ګډون درلود.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي عبدالحکیم"حمدي" د غونډې ګډونوالو ته د اطاعت، یووالي او علمي پرمختګونو اړوند هراړخیزه وینا وکړه، نوموړي وویل: استادان د پوهنتون د علمي او اخلاقي بنسټ د ستنې حیثیت لري، چې د هر پوهنتون واقعي ځواک د هغه په استادانو، علمي څېړنو او د محصلینو په سالمه روزنه کې نغښتی دی. زیاته کړه، چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون باید د ښوونې، تربیې، اخلاقو، څېړنو او اسلامي ارزښتونو یو ملي او باوري مرکز وي. هغه استادان د علمي امانت‌دارۍ، وخت‌پالنې، د نصاب پوره تطبیق او د محصلینو د فکري ودې لپاره هڅه کولو ته وهڅول او ټینګار یې وکړ، چې د پوهنتون مشرتابه به د استادانو قانوني غوښتنو، علمي وړاندیزونو او مسلکي پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کوي.

وروسته، د علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي پوهنوال احسان الله"ناصح" خپلو خبرو کې د علمي نظم، تدریسي معیارونو، کیفیت لوړاوي، اطاعت او څېړنیزو فعالیتونو پر ارزښت خبرې وکړې. نوموړي وویل، چې د تدریس کیفیت لوړول، د درسي نصاب معیاري کول، د استادانو علمي ظرفیت لوړول او د محصلینو د زده‌کړو منظم تعقیب د علمي چارو ریاست له اساسي لومړیتوبونو څخه دي. هغه استادان وهڅول، چې د نوې تدریسي لارې، عملي تدریس، څېړنې او علمي لیکنو ته ځانګړې توجه وکړي او ډاډ یې ورکړ، چې علمي چارو معاونیت به د استادانو له ابتکاري نظریاتو ملاتړ کوي.

د غونډې په جریان کې، د اسلامي علومو پوهنځی رئیس ښاغلي شیخ عبدالمعید"ابوالجراد" خبرې وکړې او د پوهنتون له نوې رهبرۍ ته یې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ. نوموړي د علمي همغږۍ، د استاد او محصل ترمنځ د سالمې اړیکې، د درسي ستونزو د حل او د پوهنځیو د پرمختګ په برخه کې خپل نظریات شریک کړل او ویې ویل، چې د ګډ کار او همغږۍ له لارې کولای شو پوهنتون لا بریالی کړو.

غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده. 
وتس‌اپ چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100086601634771&mibextid=ZbWKwL

ویب‌سایت:
Keu.edu.af

یوتیوب:
https://youtube.com/@kabuleducationuniversityuser44?


وتساپ گروپ:
https://chat.whatsapp.com/
LsFPrU2PDeS6jqF1m0XMDq

صفحه رسمي ژورنال‌های پوهنتون
https://www.facebook.com/profile.php?id=61577701660030
 

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS