کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري(رهبري) شورا ناسته ترسره شوه!

hamid
Sat, Dec 13 2025 10:18 AM
یس4ب+ی6

 

دوشنبې ورځ د ١٩/٨/١٤٠٤ ه.ش چې له ١٩/٥/۱۴۴۷ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري(رهبري) شورا غړو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د پیل وینا وکړه او پوهنتون کې یې د استادانو او کارمندانو د نه ستړې کېدونکو هڅو او علمي خدمتونو قدرداني وکړه. ښاغلي رئیس صاحب خپلو خبرو کې یې د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا د فیصلو پر پلي کولو ټینګار وکړ او ویې ویل: کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو د روزنې اکاډمیک مرکز دی او باید د هېواد د علمي پرمختګ په لومړۍ کرښه کې ولاړ وي. او پوهنتون باید د وزارت د ستراتیژیکو پریکړو په عملي کولو، د استادانو د ظرفیت لوړونې، او د محصلینو د علمي روزنې په برخه کې بېلګه اوسي.


وروسته، د اداري شورا غړو د لاندې موضوعاتو:
 ( د ریاضي دوکتورا برنامې لپاره د صنف چمتوالي، په ټاکلي وخت کې د کارمندانو لخوا د حاضری امضاء کولو، د پوهنځیو تدریسي مدیرانو سره د څانګو آمرینو همکاری نه درلودلو، د محصلینو علمي سیر برنامو د مصارفي اسنادونو ترتیب او طی مراحل کولو، د اسلامي علومو پوهنځي ملی کنفرانس لپاره د موضوع وړاندیز او د نړیوال اسکوپس دېتابېس لپاره د لاسرسی اجازې خریدارۍ) اړوند مفصل بحث او خبرې وکړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS