سهار ستوري کلینیک لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو مسلکي پراختیا په همغږۍ د پوهنتون کارمندانو ته ( د زړه او تنفسي سیسټم د بیا ژوندي کولو) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ وړاندې شو!

hamid
Sat, Dec 13 2025 10:11 AM
یسسسسلفاات

چهارشنبې ورځ ۱۴/۵/۱۴۴۷ هــ ق چې له ۱۴/۸/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري  سهار ستوري کلینیک لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو مسلکي پراختیا په همغږۍ د پوهنتون کارمندانو ته ( د زړه او تنفسي سیسټم د بیا ژوندي کولو) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال، استادانو مسلکي انکشاف آمر، مسؤولینو او کارمندانو په ګډون پيل شو.

 ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور قدرت الله"عمرخیل" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: دغه شان مسلکي ورکشاپونه نه یوازې د کارکوونکو عملي مهارتونه لوړوي، بلکې د بیړنیو حالاتو په وړاندې د هغوی چمتووالی هم زیاتوي. موږ د سهار ستوری کلینیک څخه د یادې ګټورې همکارۍ مننه کوو، همدارنګه  یې کارمندانو ته له ورکشاپ څخه د پوره ګټه اخیستلو اړوند لازمې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د استادانو مسلکي انکشاف آمر ښاغلي پوهنوال دوکتور عبدالجبار "څپاند" د یاد ورکشاپ ارزښت او ضرورتونو اړوند هر اړخیزې خبرې وکړې.

وروسته له مقدماتي خبرو، یاد ورکشاپ د کلینیک مسؤل لخوا رسماً پیل او په تشریحي او عملي برخو کې (د زړه او تنفس د بیا ژوندي کولو عملي طریقې، د طبي وسایلو کارونه او د بیړنیو حالاتو پر وخت د مرستې لارې چارې) اړوند هراړخیز معلومات له کارمندانو سره شریک کړل.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS