کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة رض په عمومي تالار کې د تربیتي او مسلکي علومو پوهنځي محصلینو ته " د ابتکار او نوښتونو منځته راوړلو" عنوان لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ دایر شو!
سې شنبې ورځ د ١٣/٥/١٤٤٧ ه.ق. چې له ١٣/٨/١٤٠٤ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة رض په عمومي تالار کې د تربیتي او مسلکي علومو پوهنځي محصلینو ته " د ابتکار او نوښتونو منځته راوړلو" عنوان لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ دایر شو.
په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، تربیتي او مسلکي علومو پوهنځي رئیس، یاد پوهنځي استادانو او محصلینو ګډون درلود.
ورکشاپ غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" مقدماتي وینا وکړه او محصلینو ته یې د نوښتونو رامنځته کولو، د وخت مدیریت، علم ارزښت، مسؤلیتونو پېژندلو، متقابل احترام، نېکو اخلاقو او درسي بهیر ته د توجو کولو اړوند اړینې توصیې وکړې.
وروسته، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور قدرت الله"عمرخیل" د نوښتګرو فعالیتونو اړوند خبرې وکړې او محصیلنو ته یې د سالمې عقیدې، وخت ارزښت، مسؤلیتونو ته توجه کولو او د روان کال ورکشاپونو او کورسونو کې د ګډنوالي اړوند اړینې سپارېښتنې ورکړې.
د ورکشاپ په جریان کې، د تربیتي او مسلکي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهندوی دوکتور عبدالاحمد "امیني" خپلو خبرو کې د ورکشاپ ارزښت او ضرورتونو اړوند له ګډونوالو سره اړین معلومات شریک کړل.
همدارنګه، د تربیتي او مسلکي علومو پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار علي اکبر"آرمان" له محصلینو سره د علمي فعالیتونو او د نوښتګرو فعالیتونو اړوند هراړخیز معلومات شریک کړل.
د یادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې د یاد پوهنځي د څانګو اول نمره ګان د ستاینلیکونو په ورکړې سره وستایل شول.
ورکشاپ د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد
