کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اختصاصي علومو پوهنځي محصلینو ته " د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو تطبیق ارزښت او د ابتکار او نوښتونو منځته راوړلو" عنوان لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ دایر شو!

سې شنبې ورځ د ٢٨/٤/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٢٩/٧/١٤٠٤ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة رض په عمومي تالار کې د اختصاصي علومو پوهنځي محصلینو ته " د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو تطبیق ارزښت او د ابتکار او نوښتونو منځته راوړلو" عنوان لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ دایر شو.
په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس، محصلانو چارو او علمي چارو مرستیالانو، اختصاصي علومو، ژبو او ادبیاتو او بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځيو رئیسانو، دعوت او ارشاد آمر، استادانو او محصلینو ګډون درلود.
ورکشاپ غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" مقدماتي وینا وکړه او محصلینو ته یې د اسلامي خلافت، نوښتونو رامنځته کولو، د وخت مدیریت، علم ارزښت، مسؤلیتونو پېژندلو، متقابل احترام، نېکو اخلاقو او درسي بهیر ته د توجو کولو اړوند اړینې توصیې وکړې.
وروسته، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل"وثیق" خپلو خبرو کې محصیلنو ته، د سالمې عقیدې، وخت ارزښت، مسؤلیتونو ته توجه کولو او د روان کال ورکشاپونو او کورسونو کې د ګډنوالي اړوند اړینې سپارېښتنې ورکړې.
د ورکشاپ په جریان کې، د دعوت او ارشاد څانګې آمر ښاغلي مولوي معراج الدنی "حقانی" د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو تطبیق ارزښت او په دنیا او آخرت کې د مسلمانانو عزت او مقام اړوند محصلینو ته هراړخیز معلومات ورکړل.
همدارنګه، د اختصاصي علومو استادانو ښاغلي پوهندوی خواجه سردار"صدیقي" او ښاغلي پوهنیار جلال الدین"بلخي" له محصلینو سره د روانې روغتیا ارزښت، علمي فعالیتونو او د نوښتګرو فعالیتونو اړوند له محصلینو سره معلومات شریک کړل.
ورکشاپ د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد