لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژبارې ریاست له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو(د څېړنې، تألیف او ژبارې ریاست لخوا جور شوي دیجیتلي سیسټم کې د پوهنتون علمي کادر غړو د علمي، څېړنو او ترفېعي آثارو ثبتولو) تر سرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ دایر ش

hamid
Wed, Mar 12 2025 2:13 PM
qe7f+

چهارشنبې ورځ ١٢/٩/١٤٤٦ هــ ق چې له ٢٢/١٢/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژبارې ریاست له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو(د څېړنې، تألیف او ژبارې ریاست لخوا جور شوي دیجیتلي سیسټم کې د پوهنتون علمي کادر غړو د علمي، څېړنو او ترفېعي آثارو ثبتولو) تر سرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي شورا په تالار کې د لوړو زده کړو د څېړنې، تألیف او ژبارې ریاست مسؤولینو، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معاونینو او استادانو په ګډون پیل شو.

ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د لوړو زده کړو وزارت مسؤولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ په دایرېدو خوښي څرګنده کړه، د استادانو د علمي، څېړنیزو او ترفېعي آثارو ثبتولو لپاره یې یاد سیسټم اړین وباله، زیاته یې کړه: خوښ یو چې په دې برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له همکارۍ څخه یې د ورکشاپ مسؤولینو ته پوره ډاډ ورکړ.

همدارنګه، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور قدرت الله"عمرخیل" د یاد برېښنایي سیسټم ګټو او ضرورتونو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

وروسته، د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژبارې ریاست مسؤولینو په خپلو خبرو کې د ورکشاپ د دایرېدو اړوند معلومات ورکړل، زیاته یې کړه: د دې سیسټم اېجادولو هدف او موخه د استادانو څېړنو، تألیف او ژبارې آثارو ثبت او پروسس د څېړنیزو، تألیف او ژبارې آثارو وړاندیزونو ثبت او پروسس او د یاد سیسټم څخه په ګټه اخیستنې سره د استادانو علمي، څېړنیزو او ژبارې آثارو په بریښنایي بڼه ثبت او ټولې ستونزې حل کېدلای شي.

په پای کې د مسؤولینو لخوا ورکشاپ رسماً پیل شو.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS