د لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیرصاحب په شتون کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او کارمندانو ته درې ورځنۍ اصلاحي-علمي سیمینار پیلش و!

hamid
Sat, Feb 22 2025 2:49 PM
ar9ar9f6

د لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیرصاحب په شتون کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او کارمندانو ته درې ورځنۍ اصلاحي-علمي سیمینار پیلش و!

شنبې ورځ د ٢٣/٨/١٤٤٦ ه.ق چې له ٤/١٢/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو قدرمن وزیر صاحب په شتون کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او کارمندانو ته درې ورځنۍ اصلاحي-علمي سیمینار پیل شو.

یاد سیمینار چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة د غونډو په عمومي تالار کې پیل شو د لوړو زده کړو وزارت وزیرصاحب، لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس، لوړو زده کړو وزارت دفتر ویاند، د غزني ولایت جهادي مدرسې مېلمه، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، معاونینو، استادانو او کارمندانو ګډوون درلود.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" د پیل وینا وکړه، لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیر صاحب، راغلو مېلمنو او د پوهنتون استادانو او کارمندانو ته یې ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ، د سیمینار ګډوونکونکو ته وویل: قدرمنو استادانو او کارمندانو! خوښ یو چې په یو علمي-اصلاحي سیمینار کې د پوهنتون له ټولو استادانو او کارمندانو سره یو ځای ګډوون کوو، زیاته یې کړه: قدرمنو استادانو او کارمندانو! یاد سیمینار به درې ورځې دوام وکړي، وروسته له خلاصېدو به تاسو د سیمینار په معنوي ارزښت پوهه تر لاسه کړئ، هیله مو ده چې په پوره حوصله مندۍ سره د سیمینار تر پای ورځې مونږ سره یو ځای اوسئ، همدارنګه یې وویل: تاسو پوهنتون ته متعهد یاست، مونږ له تاسو څخه خوښ یو تل مو د هېواد د بچیو روزلو برخه کې نه ستړي کېدوونکې خدمتونه کړي، له مونږ سره د پوهنتون ښه والي برخه کې مشورې کوئ ترڅو په ګډه سره لاس په لاس هېواد ته خدمت وکړو.

ورسته، د لوړو زده کړو وزارت وزیر قدرمن شیخ الحدیث مولوي نداء محمد"ندیم" صاحب په خپلو خبرو کې خوښي څرګنده کړه، چې له استادانو او کارمندانو سره سیمینار کې ګډوون کوي، زیاته یې کړه: قدرمنو استادانو او کارمندانو! تاسو د ټولنې یو مهمه برخه یاستئ، د هېواد آبادول ستاسو مسؤولیت دی، تاسو د علم خاوندان یاست هغه خلک چې علم لري په دنیا او آخرت کې به کامیاب او سرلوړي وي او خپل علم د هېواد بچیو ته په سمه توګه ورسوئ.

همدارنګه یې استادانو او کارمندانو ته خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کېدلو، د متقابل احترام، نېکو اخلاقو، انساني کرامت ساتلو، په نبوي سنتونو ځان برابرولو او د محصلینو فکرې روزنې اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې، زیاته کړه: قدرمنو استادانو او کارمندانو! د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ټولنې ته مسلکي استادان روزي، باید د محصلینو په روزنه کې پوره زیار او کوښښ وشي، ترڅو ټولنې ته مسلکي، معتهد او با استعداده استادان وړاندې شي.

د اولې ورځې سیمینار په پای کې، د غزني ولایت جهادي مدرسې راغلی مېلمه ښاغلي شیخ الحدیث مفتي احمد سعید"حقیقي" په خپلو کې د نبوي سنتونو اتباع، په اسلام کې د ښځو شرعي حقوقو، د علم ارزښت او د جهل او ناپوهی له منځه وړلو اړوند ارزښتناکې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: قدرمنو استادانو او کارمندانو! هغه کسان چې د علم خاوندان دي او خپل علم نورو ته ورسوي، هغه به په دنیا کې د عزت خاوندان وي او آخرت کې به الله تعالی ورڅخه راضي وي، همدارنګه یې وویل، قدرمنو استادانو او کارمندانو! تاسو ته الله تعالی عزت درکړئ او د علم خاوندان یې ګرځولي یاستئ، خپل علم په سمه توګه د هېواد بچیو ته ورسوئ او خپل هېواد د خدمت جوګه وګرځئ.

لومړۍ ورځ سیمینار غونده د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS