کابل ښوونې او روزنې پوهنتون یوه اوونۍ کې!

hamid
Thu, Feb 20 2025 11:21 AM
+asf7d+

شنبه:

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لخوا د دوه میاشتینیو پیل شویو علمي ښوونیز-لارښودي ورکشاپونو لړۍ جریان لري.

دوشنبه:

دوشنبې ورځ د ۲۹/۱۱/١٤٠٣ ه.ش چې له ۱۸/۸/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.

سې شنبه:

سې شنبې ورځ د ٣٠/١١/١٤٠٣ ه.ش چې له ١٩/۸/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اداري برخو کارمندانو ته د (قرانکریم ترجمې او تفسیر) درسونو په جریان کې په "البقرة سورت" کې د عمرې احکامو اړوند ترجمه او تفسیر د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي حضرت ولي "ملنګ" لخوا تدریس شوه.

چهارشنبه:

چهارشنبې ورځ ٢٠/٨/١٤٤٦ هــ ق چې له ١/١٢/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس په شتون کې د څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند د مقالو څېړلو کمېټې ناسته ترسره شوه.

چهارشنبې ورځ د ١/١٢/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٢٠/٨/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د پوهنځیو رئیسانو او دیپارټمنټونو له آمرینو سره کادري بستونو ته د وړ نوماندانو شارت‌لېست کېدلو اړوند غونډه ترسره کړه.

پنجشنبه:

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کادري بستونو خبرتیا!

ژبو او ادبیاتو پوهنځی:

۱- د ترکي څانګې، (١) بست، اول ځل، نارینه، تحصیلي کچه: دوکتور او ماسټر.

د نوم لیکلو نېټه:٢/١٢/۱۴۰۳ څخه تر ٢/١/١٤٠٤ ه.ش نېټې پورې.

۲- د ترکي څانګې، (١) بست، څلورم ځل، نارینه، تحصیلي کچه: دوکتور او ماسټر.

د نوم لیکلو نېټه:٢/١٢/۱۴۰۳ څخه تر ١٢/١٢/۱۴۰۳ ه.ش نېټې پورې.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS