کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د پوهنځیو رئیسانو او دیپارټمنټونو له آمرینو سره غونډه ترسره کړه!

hamid
Thu, Feb 20 2025 8:45 AM
6456jkfass

چهارشنبې ورځ د ١/١٢/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٢٠/٨/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د پوهنځیو رئیسانو او دیپارټمنټونو له آمرینو سره کادري بستونو ته د وړ نوماندانو شارت‌لېست کېدلو اړوند غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، پوهنځیو رئیسانو او څانګو آمرینو په ګډون پیل شوه.

لومړۍ، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: یاده غونډه مو له آمرینو سره د پوهنتون کادري بستونو ته د مسلکي او وړ نوماندانو شارت‌لېست کولو په پار نیولې.

ښاغلي “هاشمي” د پوهنځیو رئیسانو او څانګو آمرینو وویل: پوهنتون یو اکاډمیک ځای دی چې د هېواد بچیو ته روزنه ورکول کیږي د تقرر چارې په منظمه توګه پرمخ وړئ او کادري بستونو ته مسلکي او وړ نوماندان شارت‌لېست کوئ، کوښښ وکړئ چې د شارت‌لېست چارې په ټاکلي وخت کې تکمیل او په ټاکلي وخت کې نوماندان ازموینو ته راوغوښتل شي، زیاته یې کړه: د شارت‌لېست برخه یو لوی مسؤولیت دی په دې برخه کې صداقت او اېمانداري نظر کې ونیسئ، ترڅو وړ او مسلکي نوماندان پوهنتون کې مقرر او ټولنې ته د خدمت جوګه وګرځي.

وروسته، د پوهنځیو رئیسانو او څانګو آمرینو د نوماندانو شارت‌لېست کېدلو او په دې برخه کې د پوره رونټیا اړوند رئیس صاحب ته پوره ډاډ ورکړ، همدارنګه ښاغلي"هاشمي" د څانګو آمرینو د نظرونو او وړاندیزونو اورېدلو وروسته د هغو په عملي کولو تعهد او ټينګار وکړ.

د غونډې په پای کې د رئیس صاحب په حضور کې د یاد پوهنتون په ګډوون د څو ولایاتي پوهنتونو کادري بستونو ازموینې ته شارت‌لېست ترسره شو.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS