کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه!

hamid
Mon, Feb 17 2025 2:47 PM
78678dfmd

دوشنبې ورځ د ۲۹/۱۱/١٤٠٣ ه.ش چې له ۱۸/۸/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې ګډوونکونکو ته وویل: د نصاب کتنې کمېټې غړي چې پوهنتون ته یې تشریف راوړئ، مونږ یې هرکلۍ کوو او هیله لرو چې په دې برخه کې له هغو سره پوره همکاري وکړئ، زیاته یې کړه: دا چې د کال وروستی ورځې دي او نوی کال پیلیږي، راتلوونکي اوونۍ کې د استادانو لپاره درې ورځنۍ سیمینار پیلیږي، هیله لرو چې استادان یاد سیمینار کې ګډون وکړي او د سیمینار له فوایدو څخه پوره ګټه واخلي.

د غونډې په جریان کې د پوهنتون علمي شورا غړو د لاندې موضوګانو اړوند:

د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو د تېزس او څېړنو د وړاندیزونو د دفاع اړوند بحث، محصلانو چارو معاونیت د درېیمې ربعې ګزارش تأییدي، تاریخ څانګې د نوم اصلاح، تربیتي او مسلکي علومو پوهنځي د عملیاتي پلان د تطبیق ګزارش تأییدي، استادانو تقرر، ترفېع او انفکاک دوسیو څېړلو او نورو متفرقه موضوګانو اړوند بحث او خبرې وشوې چې د علمي شورا غړو لخوا تأیید شوې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS