د هلپینګ هنډ مؤسسې لخوا په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د څښاک اوبو لپاره ځانګړۍ د اوبو تصفیې فلټر افتتاح او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو!

hamid
Wed, Feb 05 2025 1:41 PM
635S

 

چهارشنبې ورځ د ١٧/١١/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٦/٨/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د هلپینګ هنډ مؤسسې لخوا په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د ۵.۵ لکه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو لپاره ځانګړۍ د اوبو تصفیې فلټر افتتاح او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو، چې یو ساعت کې به ٢٠٠٠ لېتره د څښاک اوبه تصفیه کوي.

یاده افتتاحیه غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت بهرینو اړیکو ریاست پلاوي، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معاونینو، اداري آمرینو او هلپېنګ هنډ مؤوسسې مسؤولینو ګډوون درلود.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي حضرت ولي"زبیر" او علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور قدرت الله "عمرخیل" په خپلو خبرو کې راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادې پروژې کارونو په بشپړېدو خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: د خوښی ځای دی چې د پوهنتون کارکوونکو ته د څښاک اوبو لپاره د تصفیې فلټر نصب شو، چې د څښاک اوبو په برخه کې د کارکوونکو ستونزې تر ډېره حل شوې، همدارنګه یې د مؤوسسې مسؤولینو ته په وینا کې وویل: هیله لرو چې په نورو برخو کې له پوهنتون سره خپلې مرستي جاري وساتئ.

وروسته، د یاد شرکت مسؤول ښاغلي همایون "نوري" د یادې پروژې په بشپړېدو خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: مونږ هر ډول همکارۍ ته چمتو یو او غواړو چې راتلونکې کې په نورو برخو کې هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS