کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز لخوا محصلینو ته د (پېژندنې-رفتاري درملنې اساساتو او اصولو) ترسرلیک لاندې یو میاشتنۍ ورکشاپ پای ته ورسېد!

hamid
Sun, Jan 26 2025 11:00 AM
4یفبتغعقبفعت656

یکشنبې ورځ ٢٥/٧/١٤٤٦ هــ ق چې له ٧/١١/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز لخوا محصلینو ته د (پېژندنې-رفتاري درملنې اساساتو او اصولو) ترسرلیک لاندې یو میاشتنۍ ورکشاپ پای ته ورسېد.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، محصلانو چارو مرستیال، پوهنځيو رئیسانو، استادانو، اداري آمرینو او محصلینو په ګډون پیل شوه.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له ټولو مسؤولینو او استادانو څخه چې یادې برنامې کې زیار او زحمت ایستی وو منندویي وکړه، زیاته یې کړه: قدرمنو محصلینو! تاسو د هېواد راتلوونکي یاستئ، خپلو درسونو ته توجه وکړئ او کوم فرصت چې درکړل شوی له هغه څخه په سمه توګه ګټه پورته کړئ او خپلې ټولنې ته د علم له لارې د خدمت جوګه وګرځئ.

وروسته، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل "وثیق" په بریالیتوب سره د یادې برنامې پای ته رسېدلو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې او محصلینو ته یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ، زیاته یې کړه: راتلوونکي کې داسې نورې برنامې هم دایریږي، هیله لرو چې محصلین ټولو برنامو کې ګډوون وکړی.

وروسته له مقدماتي خبرو، د یادې برنامې استاد ښاغلی پوهنیار صفي الله "محمدي" چې یادې برنامې کې یې ونډه درلوده او زیار یې ایستی وو او د یادې برنامې محصلین د ستاینلیکنو او مختلفو جوایزو په ورکړې سره وستایل شول.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS