کابل ښوونې او روزنې، لغمان، البیروني او کندز پوهنتونونو او جهان د لوړو زده کړو خصوصي مؤوسسې د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالو (انگلیسي او عربي) ژبو ازموینه واخیستل شوه!

hamid
Tue, Dec 31 2024 9:37 AM
ا86الا85ل

کابل ښوونې او روزنې، لغمان، الببروني او کندز پوهنتونونو او جهان د لوړو زده کړو خصوصي مؤوسسې د کادري بستونو د نړیوالو(انګلیسي او عربي) ژبو ازموینه د دوشنبې ورځ د ١٠/١٠/١٤٠٣ ه.ش چې د ٢٨/٦/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په (ای-سي-ټي)مرکز کې واخیستل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیراغا"هاشمي" ټولو نوماندانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په ټولنه کې د علم ارزښت او د استادانو مسؤولیتونو اړوند هر اړخیزې خبرې وکړې، د ازموینې اړوند یې استادانو او څارنې کمېټې ته اړیني سپارېښتنې وکړې او ټولو ګډونوالو ته یې د ازموینې په بهیر کې د پوره روڼتیا او امانتداری ډاډ ورکړ.

همدارنګه، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور قدرت الله"عمرخیل" د ازموینې پروسیجر اړوند ټولو ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.

وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمد منصور “واحدي” د آنلاین ازموینې سیسټم اړوند ګډوونکوونکو سره اړین معلومات شریک کړل

د یادونې وړ ده چې د نړیوالو(انګليسی او عربي) ژبو ازموینه کې د کامیابو نوماندانو تحقیقي (تحریري) ازموینه سې شنبې ورځ ١١/١٠/١٤٠٣ ه.ش چې له ٢٩/٦/١٤٤٦ ه.ق. نېټې سره سمون لري په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې اخیستل کیږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS