کابل ښوونې او روزنې پوهنتون درې تنو استادانو علمي کنفرانسونه ارائه کړل!

hamid
Tue, Dec 31 2024 9:18 AM
4لالت4بلا45

دوشنبې ورځ ٢٨/٦/١٤٤٦ هــ ق چې له ١٠/١٠/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کابل ښوونې او روزنې پوهنتون درې تنو استادانو ښاغلي پوهاند دوکتور محمد مزمل "اسلامي" د (په قرانکریم کې د ښځو پر وړاندې د نارینه وو د برتري څېړنه او د مستشرقینو د شکونو ردول)، ښاغلي پوهاند عبدالحنان"حقیار" د (د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلینو تر منځ د ټولنیز ملاتړ او فشار تر منځ د اړیکو څېړنه) او ښاغلي پوهنمل خواجه محمد سلیم"صدیقي" د (د بدني روزنې تحصلي نصاب پروګرام څخه د بدني روزنې د محصلینو او فارغانو د رضایت کچې څېړنه) ترسرلیکونو لاندې علمي کنفرانسونه ارائه کړل.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له ټولو استادانو څخه چې علمي کنفرانسونه ارائه کوي منندویي وکړه، زیاته یې کړه: قدرمنو استادانو! تاسو د هېواد مهمه برخه یاستئ، خپلو څېړنو ته ادامه وکړئ او کوم فرصتونه چې درکړل شوي له هغه څخه په سمه توګه ګټه پورته کړئ او د خپل مسلک مطابق د هېواد اولادونو ته خدمت وکړئ.

وروسته له مقدماتي خبرو، د استادانو لخوا لیکل شوي علمي کنفراسونه د پوهنتون رئیس، معاونینو او استادانو په حضور کې ارائه شول.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS