کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه!

hamid
Mon, Dec 23 2024 1:37 PM
5456klhn

دوشنبې ورځ د ٣/١٠/١٤٠٣ ه.ش چې له ٢١/٦/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې له ټولو مسؤولینو څخه منندویي وکړه چې د خزاني سمسټر نهایي ازموینې یې په شفافه توګه پای ته ورسولې، او ټولو غړو ته یې د ژمي په رخصتیو کې د ورکشاپونو او سیمینارونو په دایرولو کې د پوره هڅو کولو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې، زیاته یې کړه: هغه استادان چې علمي مقالې لیکي باید محتوا او عنوان یې په غور وکتل شي او مقالې په سمه توګه وڅېرل شي.

د غونډې په جریان کې د پوهنتون علمي شورا غړو د لاندې موضوګانو اړوند:

د ظرفیت لوړاوي په پار د سیمینارونو او ورکشاپونو دایرولو، د عمومي کتابتون او نه‌ګوني پوهنځیو کتابتونو او لابرتوارونو مجهز کولو، د کیفیت لوړاوي. آمریت اړوند موضوعاتو څېړلو، د استادانو تقرر، ترفېع او انفکاک دوسیو څېړلو او نورو متفرقه موضوګانو اړوند بحث او خبرې وشوې چې د علمي شورا غړو لخوا تأیید شوې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS