کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري(رهبري) شورا غونډه ترسره شوه!

hamid
Sun, Dec 15 2024 1:13 PM
254kjh

یکشنبې ورځ د ٢٥/٩/١٤٠٣ ه.ش چې له ١٣/٦/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري(رهبري) شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري شورا غړو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د ښه راغلاست ترڅنګ یې د اداري شورا غړو ته په شفافه او منظمه توګه د لېسانس او ماسټرۍ برنامو د ازموینو اخیستلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې، زیاته یې کړه: دا چې د روان کال تدریسي بهیر پای ته رسیږي، کوښښ وکړئ چې محصلینو ظرفیت لوړاوي برخه کې لنډمهاله ښوونیز کورسونه، علمي سیمینارونه او ورکشاپونه دایر کړئ، همدارنګه یې د استادانو علمي مقالو، کنفراسونو ارزښت، ماسټرۍ برنامو ازموینو کې د نظم او ډسپلین شتون او ماسټرۍ برنامې لپاره د لارښود استاد ټاکلو اړوند هراړخیزي خبرې وکړې.

د غونډې په جریان کې د پوهنتون اداري(رهبري) شورا غړو د لاندې موضوګانو اړوند:

د محصلانو ظرفیت لوړاوي لپاره د لنډ مهاله شوونیزو کورسونو، علمي سیمینارونو او ورکشاپونو دایرېدلو، د عقیدې او د حدیث او علوم حدیث ماسټرۍ برنامو تأییدي، د ماسټرۍ برنامو د ازموینو اخیستلو او په ټاکلي وخت فوق لېسانس برنامې ته د شقو تسلیمېدو، د فوق لېسانس برنامې لپاره د لارښود استاد ټاکلو او نورو متفرقه موضوګانو اړوند بحث او خبرې وشوې چې د اداري شورا غړو لخوا تأیید شوې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS